د جینوا کال نړیوال بنسټ مشر د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۰:۲۷
uuu

د جینوا کال(Geneva call) نړیوال بنسټ مشر ښاغلي الین ډیلټروز(Alain Deletroz)د ا.ا.ا د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یاد بنسټ مشر ښاغلي الین ډیلټروز لومړی د خپل بنسټ په اړه لنډې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې جینوا کال یو خپلواک، ناپییلی بشري بنسټ دی چې په جګړو او نښتو کې د ملکي خلکو د ساتنې او مصئونیت په برخه کې فعالیت کوي او تل په دې هڅه کې دی چې د هیوادونو تعلیمي بهیرونه د جګړو له اغیزو څخه خوندي وساتي. دنوموړي په وینا، زمونږ بنسټ په افغانستان کې د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم فعالیت لري اوپه راتلونکي کې غواړي چې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي.
ورپسې د پوهنې سرپرست وزیر، لومړی ښاغلي الین ډیلټروز ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې له جګړو څخه د هیواد او خلکو ساتل د اسلامي امارت بنسټېزه دنده ده، د امریکايي اشغال په ختمېدلو سره دلته یو پیاوړی مرکزي نظام حاکم شویدی، د څلورو لسیزو بحران او جګړه پای ته رسېدلې ده او اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې افغانان د نړیوالې ټولنې په مرسته دخپل هیواد معنوي او مادي بنسټونه ودان کړي. نوموړي زیاته کړه، جګړه هېڅکله د افغانان انتخاب نه وو، بلکې تل په افغانانو جګړې تحمیل شوېدي او دوی دې ته مجبوره کړای شویدي چې له خپل دین، هیواد او ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې وسلې ته لاس کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS