د خوست ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال ددې ولایت د UNHCR مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه
د خوست ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخوا د یادې مؤسسې له استازؤ سره د خوست ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونځیو د تعمیرونو او د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو اړونده ټولې شته ستونزې شریکې کړي.
ورپسی د يادې مؤسسې استازؤ د پوهني رياست له مشرتابه او کاري ټيمونو له هڅو څخه مننه وکړه چي په خورا ستونزمنو شرایطو کې یې د ياد بنسټ د پروګرامونو په پلي کولو کي يې هر اړخیزه اسانتياوي برابري کړي او ترڅنګ یې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په مؤخه د همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د دغه ولايت د مرکز اړوند په قلموال سيمه کې د يادې مؤسسې لخوا د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې روانې دي، چې د دوو مياشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
