د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
6625

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپونه ترسره شوي دي.

۳. د یوې کلتوري ادارې له لوري ۱۰۰ تنو ښوونکو ته د فکري روزنې په اړه سیمینار جوړ شوی دی.

۴. د خوست ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو د مسلکي پراختیا غړو او د ښوونځیو آمرینو ته د اغېزمنو زده‌کړو ترویج په برخه کې ۹ ورځنی سیمینار ترسره شوی دی.

۵. د پوهنې ریاست د ساینس مدیریت له لوري ۱۴۰ تنو د ساینسي مضمونونو ښوونکو ته سیمینار جوړ شوی دی.

۶. د یوې همکارې ادارې له لوري په ۳ ولسوالیو کې د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د ترمیمي پروژو چارې روانې دي.

۷. له ۱۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې ده.

۸. د یوې همکارې ادارې له لوري د درېیم ټولګي لپاره ۲۰ تقویتي درسونه وړاندې شوي دي.

۹. د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم لپاره چې ارزښت یې ۳۰۰ زره امریکایي ډالره دی، د سروې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS