د دایکنډي ولایت یو باب ښوونځي زده‌کوونکي «د وای فای» دستګاه جوړه کړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
ظطز

د دایکنډي پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شېر محمد صدیقي او نورو چارواکو په جضور کې"په ساینس او ​​ریاضي څانګو کې د غوره زده‌کوونکو خلاقیت" تر سرلیک لاندې د ازادې سیالۍ پروګرام جوړ شو.
یاد پروګرام د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست د پلان پر بنسټ، د دایکنډي پوهنې ریاست لخوا د نهو ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ د غوره زده‌کوونکو د لاسي صنایعو او اختراعاتو د سیالۍ په توګه پیل شو، چې په پایله کې یې ښاغلي عبدالقیوم، د محمد حسین زوی، د شهرستان ولسوالۍ برلان عالي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی، د ساینس ستوري په توګه وپېژندل شو او مرکز ته معرفي شو.
پورته ذکر شوي شخص «د وای فای» وسیله اختراع کړې، کوم چې د معلوماتو او اسنادو فایلونه په یو وخت کې څو نورو دستګاوو ته لېږدولی شي.
د عبدالقیوم په وینا دا وسیله یې د یو سېټ زاړه ټلیفون له برخو څخه جوړه کړې، کوم چې اوس غوره فعالیت لري.
نوموړي زیاته کړه چې د مالي ملاتړ او ښو شرایطو سره، د نورو ټیکنالوژیکي تجهیزاتو د اختراع خیال هم له ځانه سره لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS