د روان کال په څلورو میاشتو کې د سرپل ولایت له پوهنې سره څه د پاسه ۵.۵ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۴۸
85

د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو ملاتړ لپاره په ټولیزه توګه ۵ مېلیونه ۶۸۰ زره ۸۰۰ افغانۍ د شوراګانو له لارې راټولې او د یاد ولایت ښوونیزو بنسټونو ته ورکړل شوې دي.
د پوهنې مسئولینو په وینا، دا مرسته په مختلفو برخو کې لکه؛ د رضاکار ښوونکو د معاشونو ورکړې، د ښوونځیو جوړولو او بیارغونې، د تعلیمي مرکزونو لپاره د ځمکې اخیستلو، د مېزونو - څوکیو ترمیم او د نورو اړینو تجهیزاتو او توکو پېرودلو کې لګول شوې دي.
د پوهنې وزارت، د ښوونیز نظام پیاوړتیا برخه کې د سرپل ولایت علم پروره خلکو له مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS