د زابل ولايت د پوهنې رياست کار کوونکو ته د کرونا واکسين لګول پیل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۴:۴۴
تطبیق واکسین کرونا برای کارمندان ریاست معارف ولایت زابل آغاز شد

پوهنې وزارت: زابل : د زابل ولایت د پوهنې رياست کارکوونکو ته د کرونا واکسين لګولو بهیر د یاد ولایت د سرپرستې او مرستیالې مريم رحماني، د پوهنې رئیس نصرالله زاهد، د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس او کار کوونکو په شتون کې پيل او تطبيق شو.

آغلې مریم رحماني د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له مرستو مننه وکړه او د روغتیایي کارکوونکو هڅې او هلې ځلې یې وستایلې، او د یاد بهیر له پیلیدو یې خوښي څرګنده کړه.

همدارنګه د پوهنې رئیس نصرالله زاهد، له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې واکسین وکړي او د عامې روغتیا ریاست سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو له دې وژونکې ناروغۍ څخه ځان او د کورنۍ غړي وژغوري.

د یادونې وړ ده، چې د کرونا واکسین د هندوستان هیواد لخوا مرسته شوی چې د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو او ښوونکو ته ولګول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS