د زابل ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا له لورې د زابل ولايت د پوهنې نوی رئیس مولوي ګل ولي متقي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد رياست کارکوونکو رسما معرفي شو.
یادو مراسمو ته د وينا په مهال د پوهنې محترم وزير صاحب د زابل ولايت د پوهنې د مخکني رئیس مولوي محمد عثمان حريت خدمتونه وستایل او نوي رئیس ته يې په ور سپارل شوي مسئوليت کې د توفيق غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د زابل ولايت د پوهنې نوي رئیس تر دې وړاندې د میدان وردګ ولایت د پوهنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې په دې وروستیو وختونو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه په وړانديز او د رياست الوزراء د محترم مقام د منظوري په اساس، د زابل ولايت د پوهنې د رئیس په توګه او د زابل ولايت د پوهنې مخکنی رئیس مولوي محمد عثمان حريت د ميدان وردګ ولایت د پوهنې د رئیس په توګه وګمارل شو.