د زده‌کوونکو د فراغت د شهادتنامو قېمت په اړه، د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۶
6465

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست ژمن دی، چې د عمومي زده‌کړو د ښوونځیو، دیني مدارسو، د ښوونکو د روزنې مرکزونو او د تعلیمي بنسټونو د ثانوي او عالي دورو فارغانو ته د یاد وزارت د ځانګړې لایحې له مخې د اداري پړاوونو خدمتونه په ښه کیفیت وړاندې او د شهادتنامو چټک وېش برابر کړي.
له همدې امله، د لا زیاتې روڼتیا او همدارنګه د یادو تعلیمي مرکزونو د فارغانو لپاره د شهادتنامو د وېش په بهیر کې د هر ډول ناسمې استفادې څخه مخنیوي په موخه، پوهنې وزارت، د شهادتنامو وروستی قېمت په لاندې ډول اعلانوي:

جدول

د اړتیا په صورت کې، د شهادتنامو غوښتونکي کولای شي، خپل شکایتونه د لاندې شمېرو له لارې د مسئولینو تر غوږونو ورسوي:
د اړیکې شمېره: 0202512748
واټس‌اپ شمېره: 0786327000

د پوهنې وزارت 
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS