د سمنګان ولایت په پوهنې ریاست کې د "اغېزمن تدریس او موثرې زده کړې " تر سرلیک لاندې ورکشاپ جوړ شو 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲۸
سیبظطی

د سمنګان ولایت  پوهنې ریاست کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو لپاره د یوې همکارې ادارې لخوا د "اغېزمن تدریس او موثرې زده کړې" په نوم ۹ ورځنی ورکشاپ د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محراب الدین اقبال په حضور کې ترسره شو.
دغه ورکشاپ د ښوونکو مسلکي پراختیا د ۶۲ غړو او د ولسوالیو د پوهنې آمرینو په ګډون سره تنظیم شو، ترڅو د ښوونکو مسلکي ظرفیتونه لوړ او په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ښه شي.
د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې رئیس محترم مولوي محراب الدین اقبال ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د زده کړې اهمیت او د ټولنې په وده او پرمختګ کې یې د علم او پوهې بنسټیز رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د فردي پوهې زیاتوالی او زده کوونکو ته یې په مؤثره توګه لېږدول د یو باخبره او وړ نسل د روزلو اساس دی او کولای شي په راتلونکي کې د ودې او کیفیت لرونکې زده کړې لامل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS