د شهر موسیسې لخوا د هلمند ولایت د ښوونځیو د ښاروالۍ کمیتي سره مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د لښکرګاه شاروالۍ همکاري شهر موسیسې لخوا د لښکرګاه ښار د لسو ښوونځیو د ښاروالیو کمیتو سره د ۱۹۰۰۰ ډالرو په ازرښت د بیلابیلو توکو مرسته وشوه.
د مرسته شویو توکو د ویش پر مهال د هلمند والي تونجنرال محمد یاسین خان، د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري، د لښکرګاه ښاروال انجینر عصمت الله صمدي او د همکاري موسیسې استازو ګډون درلود.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل چي د ښوونځیو سره یاد مرسته شوي توکي به د ښوونځيو پر چاپیریال مثبت اغیز ولري او د همدې لاري به زده کوونکي عامه پوهاوی په ښوونځۍ کي زده کوونکو ته او د خپلو کورنیو غړو ته ورکړي.
د لښکرګاه ښاروال انجینر عصمت الله صمدي وویل چي د ښاروالۍ همکاري ادارې مننه چي په هره برخه کي د لښکرګاه ښاروالۍ سره مرسته کوي چي اوس مهال یې د ښوونځیو د چاپیریال د ښه ساتلو په موخه ورته ۴۲ ډوله توکي ورکول کیږي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د شهر موسیسې او لښکرګاه ښاروالۍ د مسؤلینو ځانګړې مننه وکړه چي د پوهنې ریاست سره په هره برخه کي مرسته کوي.
ښاغلي صفاري وویل چي د ښوونځیو د ښاروالۍ کمیتی د زده کوونکو جوړه سوي دي چي د ښوونځۍ د چاپیریال تر څنګ نورو زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو یو پاک ښار ولرو او د ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
