د غزني ولایت له مدارسو سره د یو همکار بنسټ له لوري مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۱۹
11

په غزني ولایت کې یو خیریه بنسټ، د یاد ولایت د ۵۰ بابه دیني مدارسو له زده کوونکو سره ۱۰۰۰ بستې خوراکي توکي مرسته وکړه.

یاد خوراکي توکي چې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، نخود، بوره او د کورنيو د اړتيا وړ يو شمېر نور توکي په کې شامل دي، د پوهنې رياست په همکارۍ او همغږۍ مدارسو ته ووېشل شول.

د غزني پوهنې ریاست مسئولین وايي: د خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ، یاد بنسټ د دغه ولایت له مدارسو سره د حدیث شریف ۸۰ ټوکه کتابونه او د قرآن کریم یو زره ۱۴۰ جلده مرسته هم کړې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د همکارو بنسټونو د ملاتړ او د خلکو د وطن دوستۍ له احساس څخه مننه کوي.

د ياد ولايت د پوهنې رئیس وويل، چې يو شمېر نورو ادارو هم د غزني له ديني مدارسو سره د ورته همکارۍ ژمنه کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS