د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۸:۵۸
25151

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په فیض‌القرآن مدرسه کې د یو محراب جومات جوړولو لپاره بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسینی او د سیمې یو شمېر مسوولینو او د خلکو استازو ګډون درلود.
دغه جومات چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو لخوا، د یادې ولسوالۍ د حاجي معلم یرګتو په سیمه کې جوړېږي، د دیني زده‌کړو ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د غزني پوهنې رئیس وایي، چې د پورته ذکر شوي جومات جوړول نه یوازې د دیني زده‌کړو د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د سیمې د خلکو او پوهنیزنظام ترمنځ د همکارۍ او یووالي څرګندونه هم کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS