د غزني ولایت پوهنی ریاست سره ۶۵۰ پايې میزونه او څوکۍ مرسته شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۷:۳۹
د غزني ولایت پوهنی ریاست سره ۶۵۰ پايې میزونه او څوکۍ مرسته شوې

پوهنې وزارت، غزنی: د ترکيې هیواد ټیکا مرستندویه بنسټ د مرستو په دوام څه موده مخکي يې د غزني ولایت پوهنې ریاست سره ۶۵۰ میزونه او څوکۍ مرسته کړل.

د غزني ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې بي بي رعنا نجمي د دغه بنسټ له مرستې مننه او قدردانی وکړه، زياته يې کړه، دا میزونه او څوکۍ به د سنايي او ملکه عالي لیسو د زده کوونکو استفادې لپاره د یادو ښوونځیو ادارو ته وسپارل شي.

نوموړې د یاد بنسټ له استازي وغوښتل چې له غزني ولایت سره خپلې مرستې زیاتې کړي او په دغه ولایت کې نور ښوونځي د خپل مرستو تر چتر لاندې راولي.

د ټیکا بنسټ استازي صالح وویل: په یاد ولایت کې څلور نور ښوونځي د دې بنسټ د بسپنو په لیست کې دي او په راتلونکي کې به د ټیکا بنسټ له مرستو ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده، چې د ټیکا بنسټ ، په افغانستان کې د ترکیې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا رهبري کیږي ، له حکومت سره په همغږۍ د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د بشري مرستو په بیلابیلو سکتورونو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS