د غوره تلاوت او حفظ د سیالۍ ګټونکي وستایل شول
پوهنې وزارت ، کابل: د قران شریف د تلاوت، حفظ او د پیغمبر اکرم (ص) ۴۰ حدیثونو د سیالۍ ګټونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
یاده سیالۍ د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لخوا او په کابل کې د الازهر مرکز په همکارۍ جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو سرپرست او دارلعلومونو رئیس ښاغلي مولوي محمد عارف مالکیار د غونډې ګډونوالو ، میلمنو او عالمانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه:د الازهر انیستیتوټ، د کابل مرکزي دارالحفاظ او د غلام حیدر خان، عمریه او د حضرت سلیمان ښوونځیو د (۴۰۰) زده کوونکو څخه د قرآن عظیم الشان د تلاوت، حفظ او ۴۰ حدیثونو، د سیالیو آزموینه واخیستل شوه، چې کره ارزونې وروسته د الازهر مرکز څخه کفایت الله لومړی مقام، د غلام حیدرخان عالي لېسې څخه عبدالصبور دویم او د عمریه عالي لېسې څخه روح الامین دریم مقام تر لاسه کړ.
نوموړي زیاته کړه: په کابل کې د مصر سفارت قونسلګرۍ ژمنه کړې چې د آزموینې درې بریالي شوي زده کوونکي به د لوړو زده کړو په موخه د مصر هیواد ته استول کیږي څو لته خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
په دغې غونډه کې د مدرسو او دارالحفاظونو رئیس محمد شعیب صیقل ، د افغانستان د علماوو ټولنې مشر مولوي حبیب الله حسام، قاري عبدالکبیر حیدری د هیواد نامتو او نړۍ وال قاري عبدالکبیر حیدري او یو شمیر مصري او افغان ښوونکو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ګډون کوونکو د هڅونې په پار (۵۰) تنو ته نغدي امیتازات او ۶۰ نورو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
