د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۶
5151

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمریت د ودانۍ بنسټ ډبره پوهنې مسٸولینو، د ځینو محلي ادارو استازو او د دې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمر وایي چې دغه ودانۍ به د ۸ اداري خونو او نورو اړوندو ملحقاتو په درلودلو سره د څه باندې ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د معارف غړو، محلي مسٸولینو او د تیورې ولسوالۍ د اوسېدونکو په ملاتړ او همکارۍ جوړه شي.
د پوهنې وزارت د غور ولایت د اوسېدونکو له هغو همکاریو او ملاتړ څخه هرکلی کوي چې د هېواد د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره یې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS