د لغمان د عالي دارالعلوم سره ۱۸۰ جلده کابلي تفسیرونو مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵۵
د لغمان د عالي دارالعلوم سره ۱۸۰ جلده کابلي تفسیرونو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د حج او اوقافو ریاست لخوا د ۱۸۰ جلده کابلي تفسیرونه د یاد ولایت د عالي دارالعلوم د نارینه او ښځینه زده کونکو د کارونې په موخه ورکړل شوې.

د لغمان ولایت د حج او اوقافو رییس سید نجیب الله هاشمي د پوهنې ریاست ته د یاد شويو تفسیرونو د ورکړې پرمهال هیله څرګنده کړه چې زده کونکي به د مرسته شویو تفسیرونو نه ګټه واخلي او د زده کوونکو نه یې وغو ښتل چې د تفسیرونو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي حیات الله حیات فرقاني د اسلامي اثارو مطالعه د زده کونکو د پوهې د کچې په لوړولو کې اغیزمن او ګټور وبلل او د حج او اوقافو له ریاست څخه یې مننه وکړه.

د غونډې په پاي کې، د حج او اوقافو، پوهنې ریاست او قومي مشرانو لخوا یاد شوي تفسیرونه او روغتیا یي کڅوړې محصلینو ته وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS