د لغمان د پوهنې ریاست فعالیتونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۳:۳۹
نگاهی فشرده به فعالیت های معارف ولایت لغمان

لغمان:
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالمومن منقاد د دې ولسوالۍ د چاشدر او ګمندوک له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
 نوموړي په دې ناسته کې د زده کوونکو د علمي سویې د ارزونې پرمهال د يادو ښوونځيو له مسوولينو وغوښتل، چې د زده کوونکو د زده کړو په برخه کې له پوره ايماندارۍ څخه کار واخلي.
د نورو خبرونو له مخې:
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالمومن منقاد په دې ولسوالۍ کې د CBS کورسونو له تدریس څخه د څارنې ترڅنګ د پوهنې د اصولو او طرزالعملونو په مراعتولو د ټینګار ترڅنګ یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې هم ورکړې. .
په یو بل خبر کې:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې ریاست د ښوونیز څارنې مسلکي غړي د دې ولسوالۍ د فاني بابا او نسوان سورخان لومړنيو ښوونځیو ته ولاړل، د ښوونکو د تدریس لارې چارې، حاضري او د زده کوونکو علمي سویه یې وارزوله. د ښوونځيو چارواکو ته يې د وضعيت د ښه والي لپاره مشورې او لارښوونې ورکړې
په یو بل خبر کې :
د لغمان ولايت اوسېدونکي نقيب احمد ديوبندي د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ د مخزن العلوم د دارالعلوم د ۷۶ زده کوونکو او ۶ تنو ښوونکو لپاره د جامو مرسته وکړه. چې دغه جامې د پوهنې د مسوولینو او د سیمې د مخورو سپین ږیرو له خوا ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS