د لغمان ولایت د تودو سیمو په ۲۴۱ ښوونځیو کې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
دکلنۍ ازموینو د پیل په مراسموکې چې د لغمان ولایت د مرکز مهتر لام ښار د مستورې د نجونو په عالی لیسه کې جوړ شوي و دپوهنې ریس عبدالله حمیدی په خپلو خبرو کې لومړی ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته په بریالیتوب سره د ښوونیز کال د پای رسیدوله امله مبارکي وویله او دهغوې له کورنیو نه یې هم مننه وکړه چې دوې ته یې د زده کړو تر سره کولو زمینه برابره کړه. پوهنې ریس همدار راز دښځینه ښوونکو نه ځانګړې مننه وکړه چې په خورا سختو شرایطو کې یې هم خپلې دندې په میړانه او سپیڅلتیا ترسره کړې.
د پوهنې رییس وویل، ددې ولایت په تودو سیمو کې ټول ۲۴۱ ښوونځي دي چې نن یې د زده کوونکو د کلنۍ ازموینې بهیر پیل شو او تر ۱۵ ورځو پورې به دوام وکړي.
د پوهنې رئیس زیاتوي چې له دغې ډلې څخه په تودو سیمو کې ټول۱۸۵۰۰۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې له ډلې يې ۷۳۲۵۰ ته نجونې په زده کړو بوختې دي.
هغه له ټولو استادانو او زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د ازموينې پرمهال دې شفافيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته مهال مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار د پوهې د لاسته راوړلو په ارزښت هر اړخيزه خبرې وکړې.
هغه زده کوونکو ته په خطاب کې وويل : (( تاسې د دې هېواد راتلوونکي مشالونه ياست، چې د تيارو او جهل لمن په خپل قوي هوډ او ارادې له مخې لرې کوي، نو هڅه وکړئ، چې د اسلامي زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم ترلاسه کړئ.))
مرستيال والي زياتوي ښوونځي، پوهنتونونه په ټوله کې تعليمي مرکزونه د فکري جوړېدنې او هېواد د ابادۍ يوازيني مرکزونه دي، نو ښوونکو ته پکار ده، چې د خپلو زده کوونکي ته د نورو زده کړو ترڅنګ د دوی په ذهنيت جوړېدنې پراخ کار وکړئ.
مظلوم يار د پوهنې رئيس او ښوونکو ته دنده وسپارله، چې هره ورځ دې د ازموينې د صحنې تنظيم او شفافيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي هغه ټولو زده کوونکو ته په ازموينه کې د هر ډول شفافيت د ډاډ ورکولو ترڅنګ په ازموينه کې د لوړو نمرو د اخيستلو هيله څرګنده کړه.
د ازموينې د پيل په مراسمو کې، چې د مستورې د نجونو په عالي لیسه کې جوړه شوي وه ، د مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار بر سیره ، بشري سرچينو رئيس سرحدي ځواک، پوهنې رئيس عبدالله حميدي د دې رياست ځينو کارکوونکو، استادانو او يو شمېر زده کوونکو ګډون کړی وو.