د لغمان ولایت د ښوونځیو ترمنځ علمي سیالۍ په لاره واچول شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۴۸
د لغمان ولایت د ښوونځیو ترمنځ علمي سیالۍ په لاره واچول شوې

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د ښاري حوزې اړوند د اتو بابو ښوونځیو ترمنځ علمي سیالۍ په لاره واچول شوه .
په یاده سیالۍ کې چې د مهتر لام ښار د کتب زایو په لیسه کې تر سره شوه ، د ښاري حوزي اړوند د ۸ بابو منځنیو او لیسو د نهمو ټولګیو اول نمره ګانو ګډون در لود .
نوموړې سیالۍ د پوهنې ریاست په همکاری او د CWS موسسې په مالي لګښت په لاره اچول شوې ده.
د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د سیالۍ په پیل کې د یادې موسسې له مرستې مننه وکړه ، دغه ډول مرستې یې سختې اړینې او پر ځای مرستې وبللې او نورو موسساتو يې وغوښتل ترڅو د علمي پانګې د لا بډاینې لپاره د پوهنې ریاست سره د عملي سیالیو او نورو مبرمو اړتیاو لپاره مرستې وکړي.
وروسته د سي ،ډبلیو ، اس ، موسسې مشر ښاغلي اسمعیل ستانکزي خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د نورو مرستو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د ولایت محترم مقام استازي احمدالله (ساپي) د علمي سیالیو په ارزښت او اړتیاو خبرې وکړې.
پای کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم (رحیمي) د سیالیو په تخنیکي اړخ وغږیده .
د سیالیو په پایله کې د مهترالمک دنجونو لیسې لومړۍ مقام او د شیخانو کلي د نجونو لیسې دویم مقام خپل کړ .
د مراسمو په پاي کې دلومړي او دوهم مقام ګټونکو ته دپوهنې رییس لخوا کپونه او ډالۍ ګانې وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS