د لوګر  د پوهنې رياست چارواکو د آى، آر، سي موسسې له مسٶلينو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲
د لوګر  د پوهنې رياست چارواکو د آى، آر، سي موسسې له مسٶلينو سره وکتل

د لوګر  ولايت د پوهنې رياست چارواکو  د آى، آر ،سي، موسسې د پوهنې برخې له يو شمېر مسٶلينو  سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې دواړو خواوو، د پوهنې له بهير سره د يادې موسسې پر شوېو مرستو او راتلونکو پلانونو هراړخيزې خبرې وکړې.

په پيل کې د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز له پوهنې سره د دغې موسسې شوې مرستې وستايلې او د مرستو پر دوام او روڼتيا يې ډېر ټينګار وکړ. 

وروسته د يادې موسسې د پوهنې برخې مسٶل محمد منير سمسور له پوهنې سره د کړو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنې رياست چارواکو ته بشپړ معلومات ور کړل او زياته يې کړه،چې د دوى مرستې به له  پوهنې سره دوامداره وي.

هغه له يادې موسسې سره د پوهنې رياست د چارواکو د ښو همکاريو ستاينه هم وکړه اوويې ويل،چې د پوهنې رياست د مسٶلينو د ښو همکاريو په نتېجه کې د دوى د مرستو بهير دوام موندلى دى.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS