د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت د کاري پلان جوړونې غونډه جوړه کړه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې په آمریت کې د راتلونکي ۱۴۰۱ کال د کاري پلان جوړولو غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د لیک لوست زده کړې آمر مولوي سردار احمد آخند زاده په مشرۍ جوړه شوې، چې په کې د دغه آمریت عمومي مدیرانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې، د راتلونکي ۱۴۰۱ کال د کاري پلان پر جوړولو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې دا پلان باید ژر تر ژره جوړ او د منظوري لپاه د پوهنې ریاست مقام ته وړاندې شي.
د لوګر د پوهنې ریاست خپلو ټولو ادارو ته دنده سپارلې ده ،څو د را روان ۱۴۰۱ کال لپاره خپل کاري پلانونه جوړ او تر منظورۍ وروسته یې له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.
