د لوګر د پوهنې ریاست لپاره ۸ نوي کارکوونکي وټاکل شول 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۰:۷
تقرری های جدید در ریاست معارف ولایت لوگر

د لوګر د پوهنې ریاست د سمون او همغږۍ آمر، د بشري سرچینو مدیر او د شپږو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو لپاره د نظارت نوي آمران معرفي شول. 

د اړوندې موضوع په تړاو جوړه شوې غونډه کې، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال  آمرانو او د دغه ریاست کارکوونکو برخه اخیستې وه.  

یادو کسانو، چې پخوا هم د پوهنې ریاست په نورو برخو کې دندې لرلې، د پوهنې کارونو د لاښه والي ، د پوهنې بهیر د پرمختګ او شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د پوهنې وزارت له خوا پر دغو دندو ټاکل شوي دي.  

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز له نوموړو ټاکل شویو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې دندې په عادلانه او صادقانه توګه سرته ورسوي اوهم د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره پراخې هلې ځلې وکړي. 

د غونډې په پای کې یادو کارکوونکو، د پوهنې ریاست مسؤلینو ته ژمنه ورکړه، چې د پوهنې وضعیت د ښه والي او شته ستونزو د حل په موخه به ګوټلي ګامونه پورته کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS