د لوګر د پوهنې په برخه کې د ولسي تړون د روانو پروژو ستاینه وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۴:۴۹
د لوګر د پوهنې په برخه کې د ولسي تړون د روانو پروژو ستاینه وشوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې په برخه کې د ولسي تړون یا اقرأء پروګرام له خوا د ۸۸ تر کار لاندې پروژو ستاینه وشوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي او د ولسي تړون مسوول انجینر ظفر خان احمدزي برخه اخیستې وه.
دا مهال د لوګر د پوهنې په برخه کې د ولسي تړون له لارې د ۳۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۸۸ لویو او وړو پروژو کار روان دی.
په دغو پروژو کې ۵۵ ښوونځیو ته د نوېو ودانیو، ۲۶ ښوونځیو ته د اوبو څاه ګانو او پاتې نورو ته د احاطې دېوالونو او تشنابونو جوړول شامل دي.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د ۳۵ زرو نجونو په ګډون شاوخوا ۱۲۰ زرو زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د ولسي تړون له یاد مسوول سره د لیدنې پر مهال د ولسي تړون د روانو ۸۸ پوهنیزو پروژو ستاینه وکړه.
هغه وویل، چې د نوموړو پروژو په بشپړېدو سره به د پوهنې بهیر لا پرمختګ وکړي اوترڅنګ به یې د پوهنې ډېرې ستونزې هم هوارې شي.
د پوهنې سرپرست رئیس د پروژو په ښه تطبیق، د چارو په روڼتیا او د پروژو په ساتلو کې د خلکو پر رول ټینکار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ولسونه دې دغو برخو ته پوره پاملرنه وکړي.
هاخوا په لوګر کې د ولسي تړون مسوول انجینر ظفر خان احمدزي د پوهنې سرپرست رئیس ته وویل، چې د نوموړو پروژو له جملې څخه به ۴۹ پروژې د راتلونکي نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د لوګر د پوهنې په برخه کې د ۶۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۴۸ لویو او وړو پوهنیزو پروژو کار روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS