د لوګر د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه

atayee
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۴:۳
د لوګر د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ۲۷۳ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو د ۱۹۸۷۵ زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړېوال صندوق یا یونیسف کړې ده، چې ۲۷۳۱۵ امریکایي ډالره اررښت لري.
په یاده مرسته کې ۷۹۵ کیټه درسي مواد شامل دي، چې هر یو کیټ یې د ۲۵ زده کوونکو لپاره اړین درسي توکي لري.
په دغو درسي توکو کې د لېکنې کتابچې،د رسم ایستنې کتابچې، خود کار قلمونه، پنسلونه، پنسل پاکونه، قلم تراشونه، رنګې او تختې شته.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادو درسي توکو د تسلیمېدلو پر مهال د یونیسف د مرستو ستاینه وکړه. 
هغه وایي،چې نوموړو مرستو د زرګونو زده کوونکو ستونزې هوارې کړي او هم یې د زده کوونکو شمېر په ډېرولو کې ښه اغیز کړی. 
د یادونې وړده،چې یادې ادارې په تېرو کلونو کې هم د لوګر د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره ورته ډېرې مرستې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۲:۳۲
Background image

لوګر کې خلکو یوه ښوونځیو ته د ۴ ټولګیو ودانۍ جوړه کړه

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خیلو د نجونو او هلکانو منځني ښوونځي ته د ۴ ټولګیو درلودونکې ودانۍ جوړه شوه.
یاده ودانۍ دیني عالمانو،قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو په ګډه د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په میدان وردک کې د زده کوونکو تر منځ دقران ستوری سیالي پيل شوه

د میدان وردک د پوهنې ریاست د زده کوونکو دظرفیت لواړي برنامو په لړ کې دقران ستوری سیالي پيل کړه.
دقران ستوري سيالۍ چې د میدان وردک دپوهنې ریاست په نوښت جوړه شوي دیادې سیالۍ دری پړاوه یې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۰:۳۰
Background image

په کندز کې د بیځایه شویو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د فرصتونو رامینځته کول

 

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست په چوکات کې د ماشومانود ملاتړ ادارې له لوري د یاد ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو ، له کډوالۍ راستنو شویو او راستنیدونکو ماشومانو. . .

BACK TO NEWS