د لوګر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۰:۱۹
د لوګر له پوهنې ریاست څخه خبرونه

په لوګر ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د پوهنې ریاست په مرسته د دغه ولایت د ۱۳۰ ښوونځیو ښوونکو ته میتودیک سیمینار جوړ کړ.
د لوګر د پوهنې مشرتابه د یونیسف ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو برخو کې یې هم د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

په لوګر ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د ۲۷۵ ښوونځیو لپاره د ۱۲۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کتابچو او درسي توکو مرسته وکړه.
 په پلان کې ده چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم زده کوونکو ته یاد شوي توکي ورکړل شي.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لوګر د ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو لپاره د فقهي درسونو په باب سیمینار جوړ کړ.
په دې سیمینار کې له ګډونوالو وغوښتل شول، چې په خپلو ورځنیو چارو کې د دیني اصولو د رعایت تر څنګ د ټولنې د اصلاح په موخه په ښوونځیو کې خپلو ښوونکو او زده کوونکو ته اصلاحي پروګرامونه پلي کړي.

د IRC موسسې سیمه ییز دفتر د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په مرسته تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو او چټکو ټولګیو ۱۷۶ تنو ښوونکو ته میتودیک سیمینار جوړ کړ او د تدریس بېلابېل میتودونه یې ور وښودل.
د لوګر د پوهنې ریاست مشرتابه د مرستندویه بنسټونو له مرستو څخه مننه وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې له دې جوړ شوي سیمینار څخه سمه ګټه پورته کړي.

د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د ۸۰ ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.
 په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي په برخو کې روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS