د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د دوو نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند نوشهر لېسې په انګړ کې د دوو نویو درسي خونو د ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري کېښودل شو.
دغه پروژه د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې لسګونو زدهکوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
