د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۵۴
سبزظ

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار د شاهي کلا کلي جمهوریت لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
یاد درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو او علم‌پروره کسانو په شخصي لګښت جوړېږي، چې په کې کتابتون، د کمپیوټر ټولګی، ازمېښتون او درسي خونې شاملې دي. د غې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي، د دغو ټولګیو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خلکو او علم‌دوستو اشخاصو له مرستو او هڅو څخه مننه وکړه او د پوهنیز نظام د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې یې د هغوی همکارۍ وستایلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS