د لوګر ولایت پوهنې ریاست د خپلو یو کلنو مهمو کړنو راپور وړاندې کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۲:۸
112

د لوګر ولایت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یوې ځانګړې غونډې پر مهال، چې پکې د یاد ریاست اداري غړو او د اقتصاد، چاپېریال، ملي راډیو- ټلویزیون، تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاستونو مسئولینو ګډون درلود؛ د پوهنې ریاست د یو کلنو کړنو او لاس ته راوړنو راپور له هغوی سره شریک کړ.

په یاد راپور کې راغلي وو:

په روان (۱۴۰۲ لمریز) کال کې د افغانستان ا.ا. د پوهنې وزارت له بودیجې، د همکارو بنسټونو، ملي سوداګرو او د هېواد د علمي شخصیتونو په مرسته د ۴۱ میلیونو افغانیو په ارزښت، د ۶۸ پروژو چارې بشپړې او ۱۲۹۶ نوي کسان د ښوونکو او کارکوونکو په توګه په ښوونځیو او مدارسو کې ګمارل شوي دي.

نوموړي وويل: په روان کال کې د لوګر ولايت د ١٩٢ مدارسو ٢٤٨٩٦ تنه طلاب او د ٢٧٦ ښوونځيو ١٧٤٤٥٥ تنه زده کوونکو ته د زده کړې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دې کال په اوږدو کې ۶۶ بابه کلیوالي مدارس، ۳ بابه د لومړنیو زده کړو ښوونځي او د بې سرپرسته ماشومانو لپاره دارالاېتامونه تاسیس شوي او ۱۶۲ بابه دیني مدارس رسمي شوي دي.

د لوګر ولایت پوهنې رئیس د ښوونځيو لپاره د درسي کتابونو د وېش په اړه څرګنده کړه: له پوهنې سره د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د ٢٧٦ ښوونځيو اړوند د ٣٥٠٣ ښوونکو او ١٣٠٣٦٠ زده کوونکو لپاره ٥٢٧٢٩٩ ټوکه درسي کتابونه او۶۴ بابه کلیوالي مدارسو ته ٢٢٤٦٨ ټوکه درسي وېشل شوي دي.

دغه راز د پوهنې د ملاتړ یو شمېر ادارو او بنسټونو هم د لوګر ولایت د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو کارونو او کړنو راپور وړاندې او د پوهنې ریاست د کړنو ستاینه یې وکړه.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS