د لوګر په آبچکان کلي کې ۶۰۰ زده کوونکو ته وړیا کورسونه جوړ شوي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۱
د لوګر په آبچکان کلي کې ۶۰۰ زده کوونکو ته وړیا کورسونه جوړ شوي

د پوهنې وزارت ـ لوګر : ـ د لوګر ولایت مرکز پل علم پورې اړونده آبچکان سیمه کې ۶۰۰ زده کوونکو ته د بیلا بیلو مضمونونو د زده کړې کورسونه جوړ شوي دي.

دا کورسونه د مصطفی خېلو په نوم د یوه ښوونیز مرکز له خوا په سعودي عربستان کې مېشت د یادې سیمې د اوسېدونکو حاجي سید نبي احمدزي او حاجي سید احسان الله اتل او ځینو نورو کلیوالو په مالي مرسته فعال شوي دي ، په دغو جوړ شویو کورسونو کې زده کوونکو ته د دیني زده کړو او عصري زده کړو ترڅنګ د نصاب درسي کتابونه تدریس کېږي څو زده کوونکي د نوي ښوونیز کال لپاره پوره چمتوالی ولري.

د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلی سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو کورسونو د جوړولو هرکلي کوي او د زده کوونکو د پوهې د کچې په لوړولو کې یې اغېزمن ګام بولي. د پوهنې رئیس د یادو کورسونو له مالي ملاتړ کوونکو او تنظیموونکو څخه مننه او قدرداني کوي اوپر نورو شتمنو لوګریانو غږ کوي، چې د ښوونځیو زده کوونکو ته ورته کورسونه په لاره واچوي.

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو ژمیو کې هم د ښوونځیو زده کوونکو ته د یو شمېر شتمنو لوګریانو په مالي مرسته ورته کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS