د لوګر یوه ښوونځي ته یوه قومي مشر ځمکه وقف کړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۹:۹
د لوګر یوه ښوونځي ته یوه قومي مشر ځمکه وقف کړه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ یوه قومي مشر په خپله خوښه د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره ځمکه وقف کړه.
دغه قومي مشر الحاج عبیدالله نومیږي، چې خپله یو جریب ځمکه یې د شهید محمد انور په نوم د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ته وقف کړې ده.
یاد ښوونځی ۸ کاله مخکې د ودانۍ د نه لرلو له امله په یوه شخصي کور کې فعال شوی، چې د ۲۳۱ نجونو په ګډون ۴۹۳ زده کوونکي لري.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د نوموړي قومي مشر د یاد کار ستاینه وکړه او دا یې له ثوابه ډک کار وباله.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې پر یادې ځمکې به په راتلونکې کال کې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام له لارې ودانۍ جوړه شي.
د یادونې وړده، چې د روان کال له پیله تر اوسه د لوګر یو شمېر قومي مشرانو ۱۲ ښوونځیو ته ۲۵ جریبه ځمکې وقف کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS