د مدارسو او ښوونځیو لپاره د ځمکو د وقف په لړۍ کې; دا ځل د هرات ولایت پوهنې ته څلور نیم جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۲۴
dgsdg

د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره د خلکو د همکاريو په دوام، دا ځل د هرات ولایت د اوبې او ادرسکن ولسوالیو معارف‌پالو اوسېدونکو، ټولټال شاوخوا څلور نیم جریبه ځمکه چې ارزښت یې یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، د یاد ولایت  پوهنې ریاست ته وقف کړه.
د هرات ولایت  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، څرګنده کړه چې دغه وقف شوې ځمکې د اوبې ولسوالۍ د خواجه شمس‌الدین لېسې او د ادرسکن ولسوالۍ د شاه‌بد لومړني ښوونځي د ودانیو جوړولو لپاره ځانګړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS