د مرکز او ولایاتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
![123](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-26_at_1.46.50_pm.jpeg)
کابل
د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني او د یاد ولایت مستوفي شیخ محمد امین، د یوه پلاوي په ملتیا، د جعفر طیار(رضي الله عنه) دارالاېتام له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او د ښوونې او روزنې د ښه والي په موخه یې ورته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ، د یاد دارالاېتام د زده کوونکو د ښوونیز وضعیت ښه والي په موخه، له هغوی سره نقدي مرسته وکړه.
بغلان
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د یاد ولایت د خلکو له پخواني استازي او ملي سوداګر عتیق الله رامین سره د لیدنې پر مهال، د پوهنې په برخه کې د شته ننګونو او همکارۍ په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل، او له هغو سره یې د خوست فرنګ ولسوالۍ د یوه منځني ښوونځي ودانۍ د رغونې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
غزني
د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ یو شمېر علم دوسته او فرهنګي ځوانانو له خلکو څخه د هغوی په خپله خوښه ۱۰۰۰ ټوکه بېلابېل علمي کتابونه راټول او د همدې ولسوالۍ د حضرت بلال(رضی الله عنه) عالي لېسې کتابتون ته یې ډالۍ کړل، چې د یادې کړنې په ترڅ کې د ښوونځي کتابتون بېرته فعال شو.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولايت د ښوونځیو د ستونزو ارزونې په اړه زياته کړه: د پوهنې د څارنې مسلکي غړو دپنجشېر ولايت د پوهنې ادارو د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ، په ټولګیو کې د زده کوونکو د درسونو دوام هم څېړلی دی، ترڅو د هر ښوونځي ستونزې و پېژندل شي.
د یوبل خبر له مخې:
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست دپريان ولسوالۍ د ديني مدارسو دکاري بهير دښه والي په موخه، د یادې ولسوالۍ د ولسوال، پوهنې آمر او د رسمي او خصوصي مدارسو د مسئولينو په ګډون يوه مشورتي غونډه جوړه کړه.
په یاد غونډه کې د کلیوالي مدارسو تثبیت، په نویو تاسیس شویو مدارسو کې د استادانو د ګمارلو کړنلارې په اړه بحث او پرېکړې وشوې.