د مرکز او ولایتونو له پوهنیزو کړنو څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۲۷
35

هرات

په هرات ولایت کې د عاصم خیریه بنسټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو او قومي مخورو پکې ګډون درلود، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴ زره مستحقو زده کوونکو ته د درسي کتابونو او توکو د وېش لړۍ پیل کړه.

د هرات پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر د ښوونځيو د زده کوونکو د ملاتړ او د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د ياد خيريه بنسټ له مرستو او همکاريو د مننې ترڅنګ، له ټولو ملي سوداګرو او خيريه بنسټونو وغوښتل، تر څو په ښوونیز او روزنیز ډګر کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت او یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نیږدې وکتلې او کارکوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

نیمروز

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملکې او کنګ دین محمد لېسو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو لپاره د «عملیاتي پلان» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار پیل کړ.

په یاد سیمینار کې ګډون والو ته د عملیاتي او کاري پلان د پلي کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

دایکنډي

یو خیریه بنسټ د دایکنډي ولایت مرکز اړوند د شش د نجونو ښوونځي له لومړي څخه تر شپږم ټولګيو پورې په ۴۳ تنه زده کوونکو ښوونیز توکي ووېشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS