د مشه خيلو د هلکانو ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه!

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
د مشه خيلو د هلکانو ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه!

د پوهنې وزارت لغمان: د قرغيو د پوهنې آمريت اړوند د مشه خيلو د هلکانو ليسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ، په پيل کې د لغمان د پوهنې ریيس عبدالله (حميدي) د لغمان قدرمن والي محمد اصف (ننګ) د ولايتي شورا ریيس ښاغلي عتيق الله (عبدالرحيمزي) قومي مشرانو ته د دې پروژې په هکله وويل: د مشه خيلو د هلکانو ليسه اته صنفي ودانۍ د پوهنې جليله وزارت د (۹۳۷۱۵۰۷) افغانيو غير مشروطه بوديجې په مټ منظور او د رغونې عملي چارې يې په ١٣٩٨\٦\٦ پيل او داده نن يې ودانيزې چارې بشپړ شوې.

نوموړې ودانۍ پينځه تشنابونه، (۱۶۰) ميزونه او چوکۍ او يوه حلقه د څښاک اوبو څاه چې ژوروالی يې (۶۰) مترو ته رسيږي شامل دي.

وروسته د لغمان د ولايتي شورا ریيس ښاغلي عتيق الله (عبدالرحيمزي) خبرې وکړې د ولايتي ادارې، د پوهنې رياست د هلوځلو قدرداني وکړه او د پوهنې وزارت له مرستې يې مننه وکړه ترڅنګ يې د ياد ښوونځي لپاره د احاطې ديوال وړانديز هم وکړ چې د والي صيب او د پوهنې د ریيس له لورې د رغولو لپاره د هڅو ډاډ ورکړل شو.

همدا ډول د سيمې مخورو د ولايتي ادارې او د پوهنې رياست څخه مننه وکړه چې د دوی د بچيو د ښې راتلونکي لپاره د ښوونځي ودانۍ ورغوله او دوې يې د ساتنې ژمنه وکړه.

ورپسې د لغمان محترم والي محمد اصف ننګ د سيمې اوسيدونکو ته د دې ودانۍ مبارکي ورکړه د احاطې سربيره يې د کمپیوټرلب د جوړيدو لپاره د خپلو هڅو او کوښښونو ژمنه وکړه او د سيمې خلک يې د ښوونځي ساتنې ته ځير کړل او له دوې يي د ښوونځي د ساتنې او پالنې ژمنه واخيسته.

د پای شېبو کې ياد تعمير د پټۍ په پريکولو ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS