د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د روان کال د لیندۍ/قوس میاشتې په لومړۍ نېټه د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو او تعلیمي بنسټونو له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د ازموینو بهیر د څارنې د ټاکل شوي پلان له مخې، د مرکز او ولایتونو د پوهنې رئیسانو، د برنامو آمرینو او د ښوونيزې څارنې مسوولینو د اړوندو ولایتونو په تعلیمي بنسټونو کې د کلنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال مسوولینو د ازموینو د بهیر د څرنګوالي ارزونه وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې ازموینې په بشپړې روڼتیا، عدالت او بېطرفۍ ترسره کړي.
همدارنګه هغوى له زدهکوونکو هم وغوښتل چې په ټاکلي وخت د ازموینو په صحنه کې حاضر شي او د ازموینو ټول اصول، مقررات او نظم په بشپړه توګه رعایت کړي.
