د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
5465

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د سپورټي تجهیزاتو ۲۲ کڅوړې او د بدني روزنې ۱۵۱ ټوکه لارښود کتابونه ووېشل.

د چارواکو په وینا، د پورته ذکر شویو وسایلو د توزېع اساسي موخه د سپورټ مضمون تدریس او د زده‌کوونکو بدني پیاوړتیا لپاره د عملي اسانتیاوو برابرول دي.

هغوی دا هم وویل چې په راتلونکي کې به ورته پروګرامونه د نورو ولسوالیو ښوونځیو ته هم وغځوي، ترڅو د زده‌کوونکو ترمنځ د سپورټ سیالۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زده‌کوونکو والدینو هم د ښوونځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په. . .

BACK TO NEWS