د نصاب او ښوونکو دمسلکي پراختیا لوی رئیس د پکتیکا ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۰:۵
د نصاب او ښوونکو دمسلکي پراختیا لوی رئیس د پکتیکا ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل

دنصاب او ښوونکو دمسلکي پراختیا لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزداه په داسې حال کې چې د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس مولوي سمیع الحق حماس هم حضور له درلود، دپکتیکا ولایت د پوهنې له رئیس مولوي میرزا علي خان سعید او مل پلاوي سره وکتل.
د مجلس په پیل کې لومړی ښاغلي همت صاحب راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې دخپل اړوند ریاست د فعالیتونو په هکله لنډمعلومات وړاندې کړل.
د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس لومړی د یاد ولایت په ښوونیز بهیر رڼا واچوله او د دارالمعلمینونو د تدریسي او اداري چارو په هکله یې تفصیلې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت باید خپلو امکاناتو ته په پام سره د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې منظم ورکشاپونه دایر کړي.
ښاغلي همت د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښوونکو د ظرفیت لوړول د زده کړې د معیار او کیفیت په لوړولو کې یوه مهمه چاره وبلله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا زیات پروګرامونه په پام کې نیول شویدي چې دپوهنې وزارت د خپلو امکاناتو او مرستندویه موسساتو او بنسټونو په مټ به په ټول افغانستان کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS