د ننګرهار او کندهار له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب الله حضرت حقاني په يوه خصوصي پوهنتون کې د بدن د ښکلا په کلنۍ سيالۍ کې ګډون وکړ او د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يې د دغه سپورت پر اهميت خبرې وکړې او ځوانان يې وهڅول، ترڅو سپورت وکړي.
له همدې ولایته یو بل خبر:
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت او د Jen موسسې د ولایتي دفتر ګډ پلاوي د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو د بیارغاونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د پروژو په پیاوړتیا، کیفیت او شفافیت یې ټینګار وکړ.
کندهار
د کندهار ولايت د ديني مدارسو د علماوو او طلباوو د ازمويني پروسه پيل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ګمارل شوي پلاوي له ازموینو څخه لیدنه وکړه او په ازموینه کې یې د اصولو په رعایت او شفافیت ټینګار وکړ.
له کندهار څخه په یوه بل خبر کې:
د دغه ولایت په مرکز کې د غلام حیدر حمیدي لېسې مدیر سید احمد سالار د یوې مشورتي غونډې په ترڅ کې له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.
همدارنګه:
د کندهار د دامان ولسوالۍ د ښووني او روزني آمر مولوي محمود او ورسره ملګري پلاوي د دغه آمریت په اړوندو سيمو کي د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو د تدريسي بهير څخه د څارني ترڅنګ د درسي کيفيت په اړه د خبرو پرمهال پر زده کوونکو باندې کتابچې او ښوونيز توکي هم ووېشلې.