د ننګرهار د زده کوونکو ترمنځ د سولې مقالو لیکلو سيالۍ ترسره شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۲:۲۳
د ننګرهار د زده کوونکو ترمنځ د سولې مقالو لیکلو سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت دپوهنې ریاست په نوښت د ننګرهار په روداتو،مومندرې او کوز کونړ ولسوالیو کې د ښوونځیو ترمنځ د سولې مقالو لیکلو سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې تر دې وړاندې د ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ ترسره کېدې،له بشپړیدو وروسته د ولسوالیو په کچه ترسره شوې،چې د روداتو ولسوالۍ څخه محمد عمر لومړی، محمد اصف دویم او یحیی دریم مقامونه خپل کړل .
همدا راز د کوز کونړ ولسوالۍ په کچه د سولې اړوند د غوره مقالو د لیکلو او لوستلو له امله سلما لومړی،مقصودې دویم او ثنا دریم مقام تر لاسه کړی دی .
په مومندرې ولسوالۍ کې هم د ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سولې اړوند د مقالو لیکلو او لوستلو سیالۍ بشپړې شوې،چې د لومړي څخه تر دریم مقام ګټوونکو ته ځآنګړې ډالۍ ورکړل شوې .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۸
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه  څاه وکیندل شو

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار  اړوند جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو خلقه څاه وکیندل شو.
د مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د پنجشېر له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه 

د پنجشېر ولایت د ښوونځیو ښوونکو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د درسي مرستندویه توکو ۳۱۸ کڅوړې د یاد ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ وسپارل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو بستو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS