د ننګرهار د پوهنې ریاست یوې نوښتګرې سرښوونکې ته د ملالۍ لوړ دولتي نښان ورکړل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۹:۳۶
د ننګرهار د پوهنې ریاست یوې نوښتګرې سرښوونکې ته د ملالۍ لوړ دولتي نښان ورکړل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند دبهسودو ولسوالۍ دهډې فارم کمپ لېسې سرښوونکې میرمن پروین (دیدار)دهغه دښه خدمتونو، لېسې ته د مرستو راجلبولو او دغه راز خپلو زده کوونکو ته د مثبتې روحیې ورکولو له امله دپوهنې ریاست په وړاندیز او پوهنې وزارت په منظورۍ د ملالې په لوړ دولتي مډال وستایل شوه.
په همدې موخه په یاده لېسه کې په جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبروکې وویل: ژوندي ملتونه تل دخپلو ژوندیو قدر کوي .هغه وویل د سرښوونکې اغلې پروین هڅې ددې امله د ستایلو وړ دي چې د ښوونځي بڼه یې په فزیکي او علمي ډول بدله کړې ده.هغه وویل که میرمن پروین دې لېسې ته راجلب کړې مرستې په شخصي توګه کارولې وایې نو ډیره شتمنه به وه.
دپوهنې ریس وویل دسرښوونکې پروین بېلګه په ډیرو نارینه سرښوونکو کې نه شو موندلاې او دا د پوهنې ریاست لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.حسیب الله شینواري وویل دا مډال ددې دهلو ځلو د قدرونې لپاره یوه کوچنۍ ډالۍ ده خو دا تر دې پر لوړو معنوي مکافاتو ارزي.
بیا د یادې لېسې مدیر مولوي عبدالبصیر حقاني په خپلو خبرو کې د پوهنې له ریس او مشرتابه مننه وکړه چې د ددې لېسې د سرښوونکې کړنې او هلې ځلې یې بې پایلې پرې نه ښودې. مولوي حقاني وویل دپوهنې ریس د ځانګړې پاملرنې له امله دلېسې په فزیکي او علمي بڼه کې پام وړ بدلون راغلی دی. نوموړي د لېسې لپاره د لابراتوار،کتابونو او ښوونکو د ورکړې غوښتنه وکړه.
همدارنګه په ختیزو ولایتونوکې د بشري حقونو خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر مشرې میرمن صبرینې حمیدې خبرې وکړې ویې ویل شخصیت جوړونه پر تعلیم کیږي او دا ښه زیری دی چې نجونې پخپله د زده کړو غوښتنه کوي هغه وویل تشویق او هڅونه د ادارې په پرمختګ کې مهم اصل دی .اغلی صبرینې حمیدي وویل اوس د معارف په ښوونیز نصاب کې د ټوپک او وهلو ټکولو پر ځای ملي او اسلامي روحیې او شخصیت جوړونې ته ځای ورکول شویدی.
په دې مراسمو کې د سیمې یو قومي مخور او دښوونځي د شورا غړي، دلېسې یو ښوونکي او یو زده کوونکي هم د اغلې پروین دیدار په اړه خپل تاثرات وړاندې کړل بیا د میرمن پروین د کورنۍ په استازیتوب د هغه ورور احمدشاه او پخپله اغلې پروین خبرې وکړې او د پوهنې ریاست له مشرتابه او دپوهنې له وزیر څخه یې د هغې د تشویق او هڅونې له امله مننه وکړه.
دمراسمو په پاې کې دهغه شپاړلس درسي خونو چې د اغلې پروین په هڅو او پوهنې ریاست په خپلو امکاناتو جوړې شوې دي پرانسته وشوه او همدارنګه د تمیم عزیزي د خیریه بنسټ له لورې د زده کوونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په موخه د یوې ژورې څاه د کیندلو چارې هم پېل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS