د ننګرهار د ښوونځیو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۹
ورکشاپ سه روزه برای آمرین مکاتب در ولایت ننگرهار

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د مرکز، بهسود او سره رود ولسوالیو ښوونځیو ۳۰ تنو ښځینه اونارینه آمرینو ته د وړتیا لوړونې دري ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د برتش کنسل ادارې په مالي لګښت جوړ شوی دی.

د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، د آمرینو د ظرفیتونو او مهارتونو لوړول د اوسني وخت اړتیا وبلله او زیاته یی کړه څومره چې د ښوونځیو د آمرینو وړتیاوې لوړیږي په هماغه کچه په ښوونځیو کې نظم رامنځته کیږي او د زده کوونکو او ښوونکو پر پوهنیزه کچه هم مخامخ اغیزه کوي.

د پوهنې رییس د مرسته کوونکې ادارې نه د مننې په څرګندولو سره د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې یاد مهارتونه په سمه توګه وڅاري او په خپلو ادارو کې يي په سمه توګه پلي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS