د ننګرهار ولایت د عبدالوکیل لېسې د زده کوونکو نوی لاسته راورنی نندارې ته وړاندې شول
د جلال اباد ښار عبدالوکیل لېسي دلسم،یوولسم او دولسم ټولګیو دتشبث مضمون زده کوونکو د نظري زده کړو په نتيجه کې خپل نوښتونه د دې لېسي په انګړ کې د نندارتون په شکل وړاندې کړل;دیاد نندارتون پرانېستې او ليدنې لپاره د ننګرهار ولايت پوهنې رئیس مفتی حبیب حضرت "حقاني"،د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي محمدنعیم " مفکر",دښار پوهنې آمر دلاورخان "مومند"د تعلیمي نظارت علمي او مسلکي غړو د ښار پوهنې آمریت د تعلیمي نظارت غړی او دتشبث مضمون مسئول اسدالله ( صمیم)
د تشبث د ښوونیزې ادارې مسئول حقبین تر څنګ د ولسواليو پوهنې آمرينو او د ښوونځيو آمرينو ګډون کړی وو; غونډه د قران عظيم الشان په څو مبارکو اياتو سره پيل شوه,
بيا د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت "حقاني" عالمانه وینا وکړه په خپلو خبرو کې يې د علم او تشبث په ارزښت خورا با ارزښته خبري وکړې د تشبث مضمون ښوونکي او زده کوونکي يې د لا تشويق ترڅنګ خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او په ياده برنامه يې خوښي وښودله, یاده غونډه دپوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستيال مولوی محمدنعیم ( مفکر) په دعأ سره پای ته ورسیده.
