د نیمروز په ولایت کې د یو منځني ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
د نیمروز په ولایت کې د یو منځني ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_نیمروز: د نیمروز ولایت د زرنج ښار اړوند د ایوب ظهیر منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د دووکلونو په موده کې د دولت د بودجې څخه د ځه باندې ۶ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیږي آسانتیاوې لري. چې ۱۶۰۰ تنو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د نیمروز والي ډاکتر سید ولی سلطان ، د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د نیمروز د پوهنې رییس مسعود نوری د نیمروز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي دي. نوموړي په روان کال کې له معارف سره د ولس مرستې او همکارۍ وستایلې او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS