د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې "د خلک او پوهنه" تر سرلیک لاندې ولسي مشورتي غونډه وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۶
yhk

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د عامه بحثونو او د یاد ولایت د اوسېدونکو د رغنده نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د پوهنیز نظام لا ښه والي په اړه "د خلک او پوهنه" تر سرلیک لاندې یوه مشورتي غونډه وکړه چې د هرات ښار د دولسمې ناحیې علماءکرامو، د سیمه‌ییزو شوراګانو مشرانو، وکیلانو، د ښوونځیو شوراګانو غړو او بانفوذه شخصیتونو پکې ګډون درلود.

د هرات ولایت پوهنې رئیس په یوه وینا کې وویل چې له دغې ولسي غونډې یې اساسي موخه په یاد ولایت کې د ښوونیز نظام لاښه والي او د پوهنې ریاست لپاره د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ راجلبول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د لوګر ولایت له ۳۹ بابه ښوونځیو سره د تدریسي وسایلو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري، د لوګر ولایت له بیارغول شویو ۳۹ بابه ښوونځیو سره، د اداري او تدریسي وسایلو مرسته وشوه، کوم چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون ۸۰۰زره افغانیو ته رسېږي.
په یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS