د هلمند ولایت د تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۱۸
555

د هلمند ولایت پوهنې ریاست او تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره، د مراجعینو لپاره د اداري پروسې ساده کولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د چارواکو په حضور کې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د مرکز او ولسوالیو په ګډون د یاد ولایت د ګڼ‌شمېر مدارسو او ښوونځیو مسئولینو او اداري مدیرانو ګډون درلود.

په پیل کې د هلمند ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د مېلمه پلاوي له هڅو ستاینه وکړه او د سیمینار له ګډون‌والو یې وغوښتل چې اړوند موضوعات په دقت سره یادداشت او خپلو نورو همکارانو ته ورسوي.

ورپسې د اداري پروسې ساده کولو ریاست مرستیال محترم مفتي فرید احمد غزنوي، د مراجعینو د پروسو ساده کولو اهدافو او اهمیت په اړه معلومات ارایه کړل.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د پراخو هڅو یوه برخه ده، کوم چې د اداري روڼتیاوو رامنځته کولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو وړتیاوو لوړولو او مراجعینو ته د اسانتیاوو چمتو کولو کې دنده پرمخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS