د هلمند ولایت د ښوونکو د رهایشي نمرو په تړاو د لښکرګاه ښاروال سره ناسته ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۲
د هلمند ولایت د ښوونکو د رهایشي نمرو په تړاو د لښکرګاه ښاروال سره ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست د ښوونکو د رهایشي نمرو د ویش لړۍ پر وړاندي د پرتو ستونزو د هوارۍ په موخه بحث ترسره کړ.
په یاده غونډه کې د هلمند پوهنې رئیس په ګډون د هلمند ښاروال، د ښوونکو د اتحادیې مسؤلینو او ښوونکو ګډون درلود او د پنجاب قلعه د سیمي د رهایشي نمرو د ویش لړۍ پر چټکوالي ټینګار وکړ.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د لښکرګاه ښاروال څخه غوښتنه وکړه چي د ښوونکو د ویش په اړه خپل ټول توان په کار واچوي تر څو ښوونکي د رهایشي نمرو څښتنان شي.
د لښکرګاه ښاروال انجینر عصمت الله صمدي وویل چي د ښوونکو د رهایشي نمرو په ورکړه کي په خپل ټول توان هڅه کوو چي یاده لړۍ پیل کړو.
هغه وویل چي د ویش د لړۍ سره یو ځای به د یاد ښارګوټي سړکونه معلوم کړو.
ښاغلی صمدي وویل چي د امنتي ارګانونو په همکارۍ پر یاده ځمکه د مشیتو کسانو څخه پاکه شي تر څو یادو کسانو ته په بله سیمه کي نمرې ورکول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS