د هیواد د ټولو مرکزي جهادي مدارسو، خصوصي مدارسو او دارالایتامونو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۵:۵۷
د هیواد د ټولو مرکزي جهادي مدارسو، خصوصي مدارسو او دارالایتامونو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ټولومرکزي جهادي مدارسو، خصوصي مدارسو او دارالایتامونو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې چې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ (۱۳/۲/۱۴۴۴هـ. ق)  پیل شوې وې، د تیرې پنجشنبې په ورځ (۱۳/۲/۱۴۴۴هـ. ق) پای ته ورسېدې.
یادې ازموینې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت تر اشراف، سرپرستي او نظارت لاندې په تحریري بڼه  واخیستل شوې،  په ټول هیواد کې (۱۳۹۰۸)  تنو زده کوونکو پکې برخه درلوده اوله پوره نظم، شفافیت او قوي مدیریت څخه برخمنې وې.همدارنګه په دارالهجرت کې د موجودو خصوصي  مدارسو او دارالایتامونو ازموینې هم له یادو ازموینو سره هم مهاله واخیستل شوې.
د یادونې وړ ده، چې مرکزي جهادي مدارس د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله  اخندزاده  صاحب په ځانګړې لارښوونه، دپوهنې وزارت تر اشراف لاندې د هیواد په ۲۸ ولایاتو کې پرانیستل شوېدي، هره مدرسه د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري او په نږدې راتلونکې کې به د هیواد په پاتې ۶ ولایاتو کې هم پرانیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS