د هیواد د پوهنې دولایتي ریاستونو مالي او اداري آمرانو د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۴۳
د هیواد د پوهنې دولایتي ریاستونو مالي او اداري آمرانو د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د هیواد دپوهنې د ولایتي ریاستونو مالي او اداري آمرانو دپوهنې وزارت له سرپرست وزیر  محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل.
د یاد مجلس په پیل کې لومړی د قرآن عظیم الشان څو مبارک ایاتونه تلاوت شول، وروسته د پوهنې محترم وزیر صاحب مقدماتي خبرې وکړې، راغلیو آمرصاحبانو ته یې ښه راغلاست ووایه، په تعلیمي ډګر کې یې د دوی ځلې او خدمتونه وستایل. وروسته د آمر صاحبانو په استازیتوب د ننګرهار  دپوهنې ریاست مالي او اداري آمر محترم غلام فاروق فضلي او د کندز د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر محترم صالح محمد نیک مل خبرې وکړې  او په ولایاتو کې د ځینو نا بشپړه تعلیمي پروژو، د درسي کتابونو د کمښت، د دارالایتامونو د تمویل، د پوهنې دولایتي مسئولینو او کارمندانو لپاره د هغوی د کاري وړتیا د لوړولو په موخه د سیمینارونو د دایرولو او دې ورته نورو موضوعاتو په هکله یې له محترم وزیر صاحب سره خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د مجلس په پای کې محترم وزیر صاحب ژمنه وکړه، چې دپوهنې وزارت به  د ولایاتو د یادو ستونزو د حل او وړاندیزونو د اجراء په برخه کې پوره پوره هڅه کوي او اړونده مراجعو ته به سپارښتنه کوي، چې ژر تر ژر یادو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS