د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو-- ولایتونو د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو په تړاو "د پوهنې وزارت خبرتیا"
![gs](/sites/default/files/2024-07/441406137_410569281971001_1136394621890195584_n.jpg)
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو--ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې، په لاندې ډول پيل او پاى ته ورسېږي:
١- د سړو سیمو او ولايتونو د رسمي او خصوصي ښوونځيو له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې، د څلور نيم مياشتنيو آزموينو پيل، شنبې ورځ ۱۴۴۵/۱۲/۲۹ (٤/١٦ /١٤٠٣ لمریز) نېټې سره سمون خوري.
د همدغو آزموینو پای د ۱۴ /۱/ ۱۴۴۶ هـ ق، (۳۱/۴/۱۴۰۳لمریز) نېټې سره سمون لري.
۲- د یادو ولایتونو د ښوونځیو د اوړي رخصتیو پیل، ۱۵/ ۱ /۱۴۴۶ هـ.ق (۱/۵/۱۴۰۳ لمریز) پیل، تر۱۴۴۶/۱/۲۵هـق(۱۰/۵/۱۴۰۳لمریز) نېټې پورې.
۳- د یادولو وړ ده، چې په ۲۶/۱/۱۴۴۶ هـق(۱۴۰۳/۵/۱۱لمریز) نېټه، په یادو ولایتونو کې د ښوونځیو درسونه بېرته پیلېږي.
د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ښوونکو مسلکي روزنې د پراختیا ټېمونو ته دنده سپارل کېږي، تر څو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو له بهیر څخه په دقیق ډول څارنه وکړي.
والسلام
د پوهنې وزارت