د هېواد د مرکزي زون د مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۵۷
dfgh
د بامیان ولایت په مرکز کې د بامیان، غور او دایکنډي ولایتونو د ښوونکو د مسلکي پراختیا اړوند د ۲۰۲ تنو علمي غړو لپاره لارښود او مسلکي سیمینار، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي په ګډون په داسې حال کې چې د باميان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د باميان، دايکنډي او غور ولايتونو پوهنې رئيسانو هم حضور درلود، پيل شو.
په پیل کې د بامیان پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې د مسلکي ښوونکو رول او موقف مهم وباله او ویې ویل، د ښوونې او روزنې کیفیت د ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ کلیدي بنسټ دی.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب لوی رئیس د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره د علم او پوهې د اهمیت په اړه مفصله وینا وکړه.
ورپسې نورو ویناوالو په ټولنه کې د ښوونکو د مقام او رول په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې زده کوونکو ته د دیني او معنوي ارزښتونو په رڼا کې تدریس وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار به ۴ ورځې دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې. . .

BACK TO NEWS